د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د مې په ۱۷مه نېټه په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي، چې په بامیانو ولایت کې په همدې ورځ د ډزې یوه پېښه وشوه چې له امله یې ۴ تنه ووژل او ۷ تنه نور ټپیان شول.
د هسپانیې رسنۍ د خبر له خې، له وژل شویو څخه ۳ تنه هسپانیان وو.
د دې پېښې په تړاو اوس افغان پولیسو ۴ شکمن کسان نیولي دي.
تر اوسه هېچا د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.