د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين د هاربين له صنعتي پوهنتون څخه ليدنه وکړه
CMG2024/05/18 11:18:02
شريکول:

د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين د مې په ۱۷مه نېټه د چين د هاربين په صنعتي پوهنتون کې وينا وکړه او د تعليم، ساينس او ټېکنالوژۍ د همکاريو، د فرهنګي تګ راتګ او د ځوانانو د پرمختګ په هکله يې د دغه پوهنتون له ښوونکو او زده کوونکو سره د نظريو تبادله وکړه.

روان کال د چين او روسیې تر منځ د سياسي اړيکو د جوړېدو له ۷۵مې کليزې سره برابر دی او تعليم او تحصیل تل د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو يوه مهمه برخه ده.

 د هاربين صنعتي پوهنتون د سنټ پيتيرزبورګ ملي پوهنتون په شمول د روسیې له زياتو مشهورو پوهنتونونو سره د ساينس او ټېکنالوژۍ همکارۍ لري.

پوتين وويل، چې د روسیې او چين د لوړو اکاډمیکو بنسټونو تر منځ همکارۍ د دواړو هېوادونو ځوانانو ته د زده کړې ښه فرصتونه برابروي او د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ دوستي ژوروي. روسیه  غواړي له چين سره همکارۍ پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو ځوانانو ته د تبادلې ډګرونه پرانیزي.