شي جين‌پينګ د چین سیلانیزو چارو ته مهمې لارښوونې وکړې
CMG2024/05/18 10:45:48
شريکول:

شي جين‌پينګ د چین سیلانیزو چارو ته مهمې لارښوونې وکړې

د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمیسیون عمومي منشي، د دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جین‌پينګ په دې وروستیو کې د چین سیلانیزو چارو ته مهمې لارښوونې وکړې چې دغه سیلانیزې چارې د ګړندي پرمختګ په حال کې دي او نوې ستراتيژيکې چارې ګرځېدلې دي. په نوې زمانه کې سیلانیزې چارې له نویو ننګونو سره مخ دي. اړوندې څانګې باید په نوې زمانې کې د چین ځانګړتیا لرونکي سوسیالیزم د نظریې تر لارښوونې لاندې د عصري زمانې د سیلانیزو چارو سیستم بشپړ کړي، د دغو چارو د باکیفیته پرمختګ دې وهڅوي.

د یادونې وړ ده چې د چین د سیلانیزو چارو پرمختګ کنفرانس د مې په ۱۷مه نېټه په بېجینګ کې ترسره شو.