سږ کال د چین او فرانسې ترمنځ د سیاسي اړیکو د ټينګېدو ۶۰ کلیزه ده او د دواړو هېوادونو د کلتور او سیلانیزو چارو کال هم دی. د چین ميډیا ګروپ خبریال په دې وروستیو کې د فرانسې له پخواني صدراعظم ژان پېر رافارن سره مرکه وکړه.
ښاغلي رافارن وویل، د چین او فرانسې د ډيپلوماتیکو اړیکو د ټينګښت ۶۰مه کلیزه د دواړو هېوادونو د مشرانو د ځيرکتیا نتیجه ده. له ۶۰ کلونو راهیسې د دواړو هېوادونو اړیکې له تاریخي ازموینو او ننګونو څخه تېرې شوې دي، د دواړو هېوادونو مشرانو تبادلې او تماسونه جاري ساتلي، د دواړو خواوو دوستانه اړیکې او اغېزناکې همکارۍ به خپلمنځي اړیکې او د چین او اروپا د اړیکو د ثابت پرمختګ لپاره حیاتي ځواک او د نړیوالې سولې او ابادۍ په خاطر نوی فرصت برابر کړي.