په غزه تړانګه کې د امریکې لخوا جوړ شوی لنډمهالی سمندري تمځای فعال شو
CMG2024/05/18 10:43:52
شريکول:

د فلسطین څو رسنیو خبر ورکړ چې د غزې تړانګې د منځنۍ سیمې په سمندري غاړه کې د امریکې لخوا جوړ شوی لنډمهالی سمندریز تمځای د مې په ۱۷مه نېټه په کار پيل وکړ او له سمندري لارې څخه یې غزې ته د بشردوستانه موادو لېږل پیل کړي دي.

د سرچینې په قول، په همدې ورځ په دغه تمځای کې بشردوستانه مواد له بېړۍ څخه څو ګاډیو ته انتقال شوي او د غزې جنوب کې د ملګرو ملتونو ګودام ته لېږدول شوي.

حماس په همدې ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، لنډمهالی سمندریز تمځای په ځمکنۍ لاره کې د سرحد تېرونکی مرکز نشي پر ځای کولای او فلسطینیان هر ډول مرستو ته د لاسرسي حق لري.