د کروشیا هېواد پارلمان د مې په ۱۷مه نېټه له رايې اچونې وروسته د نوي حکومت د غړو لېست منظور کړ او د دغه هېواد د ډيموکراتيک کميونېټي رئيس انډريج پلينکويچ یو ځل بيا د لومړي وزير په توګه وټاکل شو.
د پلينکويچ لخوا د وړاندې شوې لايحې له مخې، په نوي حکومت کې ۱۸ وزارتونه او کمېټې تشکیل شوې او د تېر حکومت ډېری وزيران خپلې دندې ته ادامه ورکولی شي. په پارلمان کې د رايې ورکونې له لارې د کابينې د جوړېدو لايحې له منظورېدو وروسته لومړي وزير او کابینې د خپلې دندې د پيل لوړه وکړه. نوموړي له ټاکنو مخکې پارلمان ته په راتلونکو ۴ کلونو کې د سياسي پلان په هکله معلومات روښانه کړل، چې د روزګاري فرصتونو د زياتولو، د معاش د منځني سويې د لوړولو، د فساد مهارولو او د پوځونو د عصري کېدو په شمول محتويات په کې شامل و.