د اروپايي ټولنې کمېټې څه موده مخکې د ۲۰۲۴م کال«د پسرلي اقتصاد» د وړاندوینې په راپور کې د چين د اقتصاد د پرمختګ وړاندوینه صفر اعشاريه ۲سلنه زياته کړه چې ۴اعشاريه ۸سلنې ته رسېږي. په همدې وخت کې ګڼ شمېر نړيوالو پولي څانګو د چين د اقتصاد د پرمختګ په هکله وړاندوينې زياتې کړې دي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مې په ۱۷مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې د روان کال له پيل راهيسې د چين د اقتصاد د بيا احيا کېدو تمايل پياوړی شوی، دغه راز د چين د اقتصاد په هکله د نړيوالو باور لا نور ټينګ شوی دی. د روان کال په لومړۍ ربعه کې د چين اقتصاد ۵اعشاريه ۳سلنه زيات شوی او د بيا احيا کېدو تمايل پر له پسې غښتلی او غوړېږي. چين د بېلابېلو هېوادونو د تصديو هرکلی کوي، چې په دغه هېواد کې پانګونه وکړي او دوی به ورسره همکارۍ وکړي او ګټې به ترې واخلي.