د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف د مې په ۱۸مه په مسکو کې وویل، روسیه غواړي د مساواتو پر بنسټ د امنیت او ستراتيژيک ثبات په هکله له لوېدیځ سره خبرې اترې وکړي.
نوموړي دې ته په اشارې سره چې د روسیې او لوېديځو هېوادونو ترمنځ پوره نظامي او سیاسي مقابلې روانې دي. هغه وويل، د امریکا په مشرۍ لوېديځ هېوادونه دا موخه تعقیبوي چې روسیې ته ستراتيژيکه ماتې ورکړي.
لاوروف وویل، لوېديځ هېوادونه په خپل ذهن کې د جوړې شوې پلمې پر اساس روسیه ګواښ ګڼي او د نظامي تجهیزاتو او وسلو سیالۍ پیاوړې کوي.