د تونس ملي ګارد د روانې مياشتې په اتلسمه نېټه په یوه اعلاميه کې ويلي چې د دغه هېواد ۲۳ ناقانونه کډوال د سمندر له لارې په قاچاقي ډول ایټالیا ته د تګ پرمهال لادرکه شوي دي.
په اعلاميې کې راغلي چې ياد کډوال د روانې میاشتې په درېيمه نیټه د تونس په شمال کې د نابيل ولایت د ګوربای له سمندري لارې څخه اټاليې ته د ننوتلو لپاره هڅې کړې، خو کورنیو غړو یې په جلا جلا توګه د روانې میاشتې په ۱۴مه او۱۵ نېټه پوليسو ته خبر ورکړی چې له دوی سره یې اړيکې پرې شوې دي.د تونس امنیتي ادارې د قاچاق پنځه تنه طراحان نیولي او د لادرکه شويو کسانو د لټون کار يې هم دوام لري.