اسرائيل: د رفح ښارګوټي په ختيځ کې مو څه باندې ۱۳۰ فلسطيني وسله وال وژلي
CMG2024/05/19 10:00:41
شريکول:

د اسرائيل دفاعي ځواکونو د مې په ۱۸مې نېټې په يوې خبرپاڼې کې ويلي، ځمکنيو ځواکونو يې د غزې په جنوب د رفح ښارګوټي په ختيځ کې څه باندې ۱۳۰ فلسطيني وسله وال وژلي او تر ځمکې لاندې يې ځينې بنسټيز تاسيسات او زيات شمېر وسلې هم پيدا کړي دي.

د دغې خبرپاڼې له مخې، له تېرو څو اوونيو راهيسې اسرائيلي ځواکونو د رفح ښارګوټي په ځينو ځايونو کې د فلسطيني وسله والو ډلو او بنسټيزو تاسيساتو دقيق بريدونه کړي دي.