د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان له وانګ يي سره وکتل
CMG2024/05/19 10:02:21
شريکول:

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د مې په ۱۸مه د دغه هېواد په پلازمېنه دوشنبه کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره وکتل.

وانګ يي ولسمشر رحمان ته د رئیس شي جين پينګ سلامونه وړاندې کړل او و یې ویل، تاسو د تېر کال په مې میاشت کې له چین څخه رسمي لیدنه وکړه او له رئیس شي جین پینګ سره مو د دواړو هېوادونو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو اعلان کړی دی. چین به له خپلو حالاتو سره سم د پرمختګ لارې د انتخابولو په اړه له تاجکستانه کلک ملاتړ وکړي او د دغه هېواد په کورنیو چارو کې له بهرنۍ لاسوهنې سره ټينګ مخالفت کوي.

ولسمشر رحمان هم د وانګ يی له لارې رئیس شي جين پينګ ته سلامونه وړاندې کړل او و یې ویل، تاجکستان له چین سره د اړیکو ټينګښت ته لومړیتوب ورکوي، د یو چین د پېژندې پر اصل به ټينګار وکړي او غواړي چې له چین سره د لوړې کچې تګ راتګ پياوړی کړي او د اقتصاد، سوداګرۍ، انرژۍ، ترانسپورټ، کرنیزو چارو او زرغون پرمختګ په شمول ساحو کې له چین سره همکارۍ نورې ژورې کړي.