جاو شينګ د افغانستان د کډوالو چارو سرپرست وزير خليل حقاني سره وکتل
CMG2024/05/20 16:18:58
شريکول:

په کابل کې د چين سفير جاو شينګ د مې په ۱۹مې نېټې د افغانستان د لنډمهالي حکومت د کډوالو چارو سرپرست وزير خليل حقاني سره کتلي دي.

په وروستيو کې، د افغانستان په ډېرو ولايتونو کې سخت ورښتونه شوي، چې له امله يې زورور سيلابونه راوتلي او ګڼو خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

جاو شينګ د دغو ورښتونو او سيلابونو له امله پر وژل شويو کسانو خواشيني او د دوی له کورنيو او زيانمونو افغانانو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

نوموړي خليل حقاني ته له افغانستان سره د چين د بېړنيو مرستو د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي دي.

جاو شينګ ويلي، چين او افغانستان يو له بل څخه ملاتړ کوي او دواړه هېوادونه يې دوستان او ښه ګاونډيان ياد کړي دي.

چين غواړي له افغانستان سره د خپل توان په اندازې مرستې وکړي.

جاو شينګ باور ښودلی، چې ځايي وګړي به له ستونزو را پورته کېږي او ژر به خپل کورونه بيا جوړ او ورغوي.

خليل حقاني له چين څخه مننه کړې، چې افغانستان ته بېړنۍ بشري مرستې برابروي.

نوموړي هيله ښودلې، چې چين به د ځايي وګړو د خونديتوب او د نورو زيانونو په مخنيوي کې له افغانستان زياتې همکارۍ وکړي.