ایران د ولسمشر ابراهيم رئیسي د څرخکې په لټون بوخت دی
CMG2024/05/20 10:14:46
شريکول:

د ایران خبري رسنیو د مې په ۱۹مې نېټې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد یوه څرخکه، چې ولسمشر ابراهیم رئیسي او څو نور لوړپوړي چارواکي پکې سپاره وو، په ختیځ اذربایجان ولايت کې بېړنۍ ناسته کړې ده.

تراوسه مالومه نه ده، چې په يادې څرخکې ناست کسان مړه شوي او که ژوندي پاتې دي.

د ایران ملي ټلویزیون خبر ورکړی، چې په سیمې کې د لړو او سخت باد له امله د ژغورنې کارونه ټکني روان دي.

د ایران د سرې میاشتې ټولنې مسئول خبري رسنيو ته ويلي، چې د چټک غبرګون ۴۰ ډلې يې سیمې ته د څرخکې د پيدا کولو په موخه ليږدولي دي.

خبر وايي، د ولسمشر رئیسي د څرخکو کاروان کې درې چورلکې شاملې وې او د بهرنیو چارو وزیر عبداللهیان په شمول څو لوړپوړي چارواکي هم پکې  سپاره وو . له هغې څرخکې پرته چې ولسمشر رئيسي پکې ناست و، نورې دوه څرخکې منزل ته رسېدلې دي.