د ایران د ولسمشر رئیسي په نسکورې شوې چورلکې کې د کوم کس د ژوندي پاتې کېدو نښې نشته
CMG2024/05/20 11:32:03
شريکول:

د ایران ملي ټلویزیون د مې په ۲۰مې نېټې تازه خبر ورکړی، چې ژغورونکې ډلې د ولسمشر ابراهیم رئیسي د غورځېدلې چورلکې ځای ته رسېدلي او د چورلکې پاتې شوني او ټوټې يې موندلي، خو د کوم کس د ژوندي پاتې کېدو نښې يې نه دي پيدا کړي.