اردوغان: ترکیه چمتو ده، د ایران د نسکورې شوې چورلکې د لټون او ژغورنې لپاره " ټول اړین ملاتړ" برابر کړي
CMG2024/05/20 10:02:47
شريکول:

د ترکيې ولسمشر رجيب طیب اردوغان د مې د ۱۹مې نېټې په ماښام پر ټولنيزو رسنيو خبر ورکړی، چې هېواد يې چمتو دی، د ايران د ولسمشر ابراهيم رئيسي د نسکورې شوې چورلکې د لټون او ژغورنې په برخه کې " ټول اړين ملاتړ" برابر کړي.

د مالوماتو له مخې، د ترکیې پوځ د ايران په غوښتنې په همدې شپې يوه بې پيلوټه الوتکه سیمې ته لېږلې او د پېښو او بيړنيو حالاتو ادارې يې د ايران ختيځ اذربايجان ولايت ته ۳۲ ژغورونکي او ۶ موټرونه ليږدولي دي.

(ژباړه: شکريه)