وانګ يي د چين او تاجکستان د همکاريو په اړه مهمې لارښوونې کړي
CMG2024/05/20 11:31:46
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مې په ۱۹مې نېټې د تاجکستان په پلازمېنې دوشنبې کې له خپل تاجکستاني سیال سراج الدين مهراليدن سره کتلي او پر خپلمنځي اړيکو ورسره غږيدلی دی.

دواړو سیالانو له خبرو وروسته يوه ګډه خبري ناسته ترسره کړې ده.

وانګ يي يادې خبرې ناستې ته ويلي، چې هغه له خپل تاجکستاني سیال سره دوستانه او ژورې تبادلې کړي او باور يې ښودلی، چې خپلمنځي همکارۍ به یې د څو برخو پر پياوړتيا تمرکز ولري :

۱ـ چين او تاجکستان به يو د بل  له اصلي ګټو کلک ملاتړ او په کورنیو چارو او متقابلې دوستۍ کې به یې له هرې بهرنۍ لاسوهنې سره مخالفت وکړي، تاجکستان د تايوان مسئلې په اړه د چين له دريځ څخه ټينګ ملاتړ کوي او د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري.

۲ـ دواړه هېوادونه دې د دوه اړخیزو ګټورو همکاریو پراخ ظرفیت ته دوام ورکړي.

د چين او تاجکستان ترمنځ د تېر کال د سوداګريزو معاملو حجم له پنځوس سلنې څخه زيات شوی او تمه کېږي، چې چين به د تاجکستان تر ټولو ستر سوداګريز شريک وګرځي.

۳ـ چين او تاجکستان دې د خلکو تګ راتګ او کولتوري تبادلې ګړندۍ کړي.

۴ـ دواړه هېوادونه دې د سیمه ییز امنیت او ثبات ټینګه ساتنه وکړي.

چين په دوشنبې کې د نشه يي توکو د مخنيوي په اړه د شانګهای همکارۍ سازمان د مرکز له جوړولو ملاتړ کړی دی.

۵ـ چين او تاجکستان دې څو اړخیزې همکارۍ نژدې وساتي، د چين- مرکزي اسيا ميکانيزم د ښه والي او پياوړتيا لپاره دې ګډ کوښښونه وکړي، د ملګرو ملتونو او شانګهای همکارۍ سازمان په چوکاټ کې دې همغږي ولري، رښتینی څو اړخيزم دې عملي کړي، د نړۍ د څو قطبي کېدو بهير دې منظم او عادلانه پرمخبوزي او د داسې اقتصادي نړیوالتوب  لپاره دې چې ټولو ته زياتې ګټې رسوي او بهير يې لاټولمشوله وي، خدمتونه وکړي.

(ژباړه: شکريه)