د ایران کابينې د ابراهيم رئيسي او نورو چارواکو پر مړينې خواشيني او د ډاډګېرنې مراتب څرګند کړي
CMG2024/05/20 14:35:43
شريکول:

د ايران د حکومت کابينې د مې په شلمې نېټې د چورلکې لوېدو پېښې کې د دغه هېواد د ولسمشر ابراهيم رئيسي او نورو لوړپوړو چارواکو د مړينې په تړاو د خواشينۍ او ډاډګېرنې اعلاميه خپره کړې ده..

د ايران کابينې په دغې اعلاميې کې د ولسمشر ابراهيم رئيسي او نورو لوړپوړو چارواکو پر مړينې خواشيني ښودلې او د ايران خلکو ته یې د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړي او ويلي يې دي: مونږ هېواد او خلکو ته ډاډ ورکوو، چې د ولسمشر رئيسي لارې ته به دوام ورکړو او د هېواد د حکومت چارې به له بدو اغېزو خوندي وساتو