د چين سوداګرۍ وزارت څو امريکايي شرکتونه د نه باور لېست کې شامل کړي
CMG2024/05/20 11:46:46
شريکول:

د چين سوداګرۍ وزارت د مې په ۲۰مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې څو امريکايي شرکتونه یې پر تایوان د وسلو د پلور له امله د نه باور لېست کې شامل کړي دي.

اعلاميه وايي، د چين سوداګرۍ وزارت د هېواد د ملي حاکميت، امنيت او انکشافي ګټو د ساتلو او د چين د بهرنۍ سوداګرۍ قانون او ملي امنيت قانون سره سمه ياده پرېکړه کړې او د عمومي اټوميکس ايروناټيکل سيسټم او د بوينګ دفاع په ګډون څو امریکايي شرکتونه يې د نه باور وړ لېست کې شامل کړي دي.

ياد شرکتونه اوس نه شي کولی، چې له چين سره صادرات او واردات وکړي.

(ژباړه: شکريه)