خامنه يي: د ايران د ولسمشر لومړی مرستیال محمد مخبر به اوسنی حکومت اداره کړي
CMG2024/05/20 17:46:23
شريکول:

د ايران مذهبي مشر ايت الله خامنه يي د مې په شلمې نېټې د دغه هېواد د ولسمشر ابراهيم رئيسي او بهرنيو چارو  وزير عبدالاهيان په شمول د لوړ پوړو چارواکو پر مړينې خواشيني څرګنده کړې ده.

نوموړي ويلي، د ایران د اساسي قانون د ۱۳۱م مادې له مخې به د ولسمشر لومړی مرستيال محمد مخبر اوسنی حکومت اداره کړي او نوموړي ته يې مسؤليت ورسپارلی، چې په راتلونکو څه باندې پنځوسو ورځو کې له پارلماني او عدلي مشرانو سره په ګډه د ولسمشرۍ د ټاکنو چارې ترتیب کړي.  

خامنه يي په ټول هېواد کې پنځه ورځنی وير اعلان کړی دی.