د افغانستان د غور او فارياب سيمه ييزو چارواکو د مې په ۱۹مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې په يادو دواړو ولايتونو کې سخت ورښتونه شوي او له امله یې زورور سيلابونه را وتلي او ګڼو خلکو ته يې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
راپورونه وايي، سختو سيلابونو په غور او فارياب کې د ۱۲۰ کسانو ژوند اخيستی دی.
د غورد والي ویاند عبدالواحد حماس رسنيو ته ويلي، چې د روانې مياشتې له ۱۷مې نېټې راهيسې په دغه ولايت کې پر له پسې بارانونه وريدلي، چې له امله يې سخت سیلابونه راوتلي او ۵۵ کسان يې وژلي دي.