امریکايي ځواکونه به په سپتمبر کې له نايجر څخه ووځي
CMG2024/05/20 10:49:08
شريکول:

د نايجر او امريکا د ملي دفاع وزارت استازو د مې په ۱۹مې نېټې د نايجر په پلازمېنې نيامي کې ناسته ترسره کړې او له دغه هېواده د امريکايي ځواکونو پر وتلو غږيدلي دي.

دواړو هېوادونو په يوې اعلاميې کې ويلي، چې امریکايي ځواکونه به د روان کال د سپتمبر تر ۱۵مې نېټې مخکې له نايجر څخه ووځي.

اعلاميه وايي، له نايجر څخه د امريکايي ځواکونو وتل به د پرمختګ په برخه کې د دواړو خواوو پر اړيکو اغېزه ونه کړي او دواړه هېوادونه به خپلمنځي ډيپلوماتيک ډيالوګ او د ګډې علاقې وړ مسئلو په برخه کې خپلمنځي همکاريو ته دوام ورکړي.

امريکا له ۲۰۱۳م کال راهيسې په نايجر کې دوه پوځي اډې او څه باندې زر پوځيان يې پکې ځای پر ځای کړي دي.

د نايجر لنډمهالي حکومت د روان کال په مارچ کې اعلان کړی و،‌ چې له امريکا سره به د پوځي همکارۍ تړون لغوه کړي او هغه مهال يې دا هم ويلي وو، چې دغه تړون امريکې په زور پر دغه هېواد تپلی دی.