بهرني شرکتونه د چین پر بازار ډاډه دي
CMG2024/05/20 15:00:54
شريکول:

د کاناډا د روغتیا ټېکنالوژۍ شرکت(SP1KE) مشر براین جیمیسن له چین ميډیا ګروپ سره په خبرو کې ويلي، چیني مصرف کوونکي ورځ تر بلې روغتیا ته ډېر پاملرنه کوي او باور یې ښودلی، چې په چیني بازار کې به يې د شرکت ونډه پراخه شي.

په ورته وخت کې د اقتصادي همکاريو او پرمختګ سازمان او اروپايي کمېسیون په دې وروستيو کې د چين د اقتصادي زیاتوالي وړاندوينه  ٪ ۰.۲ لوړه کړې ده.

چين د مې په ۱۷مې نېټې د تېر اپرېل رسمي اقتصادي شمېرې خپرې کړي او یادې بهرنۍ تمې يې تائيد کړې دي.

 شمېرې ښيي، د روان کال په اپرېل کې د چین د لويو صنعتي چارو زیاتوالی د تېر مارچ په پرتله ۶،۷ سلنه زیات شوی او د زیاتوالي سرعت یې د مارچ په پرتله ۲،۲ سلنه لوړ شوی دی. یو لړ شمېرې ښيي، چې د چين اقتصاد ثابت پرمختګ کوي او مثبت عوامل یې په زياتېدو دي.

بازار د تصدیو لپاره د ګټې معنی لري.د چین لوی بازار څنګه فعالیت کوي؟

 د روان کال له جنورۍ څخه تر اپرېل پورې، د چين د مصرفي توکو د پرچون عمومي ارزښت د تېر کال د همدې مود په پرتله ۴،۱ سلنه ډېر شوی او د ډیجیټل، کولتور او سیلانۍ مصرف د بیا سمسورتيا لپاره يې نوی خوځنده ځواک برابر کړی دی او د همدې مودې په اوږدو کې، د فزیکي توکو انلاین پرچون د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۱،۱ سلنه زیاتوالی موندلی، چې دا د نړۍ د دویم لوی انلاین پرچوني بازار د خوځنده ځواک څرګندويي کوي. بر سېره پر دې، د اپریل په لومړۍ لسیزې یا د چین د چينګ مینګ ورځې رخصتۍ په جریان کې، د کورنیو سیلانیانو شمېر او د سفر لګښتونه يې د ۲۰۱۹م کال د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه ۱۱،۵ سلنه او ۱۲،۷ سلنه زیات شوي دي.

 بلومبرګ ورځپاڼې په يوې ليکنې ويلي، چې د کرونا وبا له خپرېدو راهیسې دا لومړی ځل دی، چې د چیني سیلانیانو د هر کس د سفر منځني لګښتونه له ۲۰۱۹م کال څخه ډېر شوي او دا د دې ښکارندويي کوي، چې د نړۍ دويم لوی اقتصاد کې لګښت په ښه کېدو دی.

په چین کې د لګښت ګرم بازار بهرنيو شرکتونو ته زیات سوداګریز فرصتونه برابر کړي دي.

 د بريتانیې د راپورټ شرکت اجرائيه رئيس اولیور رسنيو ته ويلي، چې شرکت یې د اپریل په پای کې د چين مشهور انلاين بازار جۍ ډي ټکی کام(JD.com) کې خپل انلاين دوکان پرانيستلی دی.

نوموړي ويلي، چې په چین کې انلاین پرچون چټک پرمختګ کړی او شرکت يې په دې وروستیو کلونو کې له چیني همکارانو سره په ګډه انلاین پلورنځي هم پرانیستلي او انلاین تجارتي اعلانونه او خپرونې يې هم پیل کړې دي.  

چين اوس د نوي کیفيت توليدي توان ته د پرمختګ ورکولو په هڅه کې دی . د شنونکو په اند، د چين دغه هڅه به د بهرنيو شرکتونو ترمنځ  پرانيستوهمکاريو ته زیاتې زمینې برابرې کړي.

 په چین کې د جاپان د برجسټون شرکت عمومي منیجر اګستین پیډروني رسنيو ته ويلي، چې شرکت به یې په راتلونکو ۳ کلونو کې د چین په بازار کې ۵۶۰ میلیونه یوانه پانګونه وکړي او چارې به یې په عمده توګه د تولیدي اډو پر جوړولو ورټولې وي، څو د چين د برېښنايي موټرو د توليدي چارو د چټک پرمختګ له بازاري فرصتونو ګټې پورته کړي.