توماس باخ د چين ميډيا ګروپ د پاريس اولمپيک لوبو د خبري پوښښ ډلې ته تصدیق نامه ورکړې ده
CMG2024/05/20 11:45:51
شريکول:

د اولمپيک نړيوالې کمېټې رئيس توماس باخ د مې په ۱۹مې د چين ميډيا ګروپ د شانګهای له مرکز څخه ليدنه وکړه او د ياد ګروپ له مشر شن های شيونګ سره يې په ګډه د دې ګروپ د پاريس اولمپيک لوبو د خبري پوښښ ډلې ته تصديق نامه ورکړې ده.

نوموړي د اولمپيک لوبو د خبري پوښښ په پار د چين ميډيا ګروپ د ځانګړې لوګو د خپرولو او د دې ګروپ د سهارني تمرين (Morning Sports) پروګرام د پيل په مراسمو کې ګډون کړی و.

شن های شونګ يادو مراسمو ته په وينا کې ويلي، چين ميډيا ګروپ به د پاريس اولمپيک د خبري پوښښ لپاره غښتلې کاري ډلې واستوي او د نړيوال عالي معيار له مخې به باکيفيته او په زړه پورې پروګرامونه جوړ کړي.

توماس باخ ويلي، اولمپيک نړيواله کمېټه به په راتلونکي کې د برېښنايي لوبو او مصنوعي ځيرکتیا په ګډون یو شمېر برخو کې له چين ميډيا ګروپ سره ژورې همکارۍ وکړي.

(ژباړه: شکريه)