داعش په باميان کې د ډزو پړه پر غاړه واخېسته
CMG2024/05/21 15:10:38
شريکول:

د داعش خراسان څانګې د مې په شلمې نېټې د افغانستان په باميان ولايت کې د ډزو د پېښې پړه پر غاړه اخيستې ده.

د روانې میاشتې د ۱۷مې نېټې په ماښام د باميان ولایت په مرکزي بازار کې پر ملکي وګړيو ډزې وشوې، چې له امله يې شپږ کسان ووژل شول او اته نور ټپيان شول.

د افغانستان سرپرست حکومت ويلي، چې د يادې پېښې په تړاو يې اووه شکمن کسان نيولي دي.