امريکايي رسنۍ: واشنګټن بايد د چين د نوې انرژۍ موټرونو پر مخ دروازه ونه تړي
CMG2024/05/21 15:34:02
شريکول:

نيويارک ټايمز په دې وروستيو کې په يوې ليکنې کې ويلي،‌ چې امريکا باید د چين د نوي انرژۍ موټرو پرمخ دروازه ونه تړي. د امریکا ولسمشر جو بايډن څو ورځې مخکې پر چيني وارداتي توکو يو لړ لوړې ګمرکي تعرفې لګولې دي.

امريکې په دې وروستيو د چين پر پولادي او المونيمي توکو ۲۵ سلنه ګمرکي ماليات، پر سيمي کونډکټور او لمريزې بېټريو يې ۵۰ سلنه ګمرکي ماليات او د نوې انرژۍ پر موټرو  يې ۱۰۰ سلنه ګمرکي ماليات لګولي دي.

د بايډن حکومت د يادې پرېکړې لامل دا ښودل شوی، چې د امريکې په یو شمېر ایالاتونو کې چيني توکي ارزان پلورل کېږي او بيې يې تر امريکايي توکو ټيټې دي. بايډن غواړي له  سالمې سيالۍ څخه امريکايي شرکتونه خوندي وساتي او د نوې انرژۍ موټرونو او د لمريزې بېټريو د جوړولو په پياوړتيا کې حکومتي پانګونې وکړي، څو د چيني توکو مخه ونيسي.

د امريکا منځنی عايد لرونکي خلک به د نوې انرژۍ موټرونو ته لاسرسی ولري،‌ خو د يادو ګمرکي مالياتو له امله به د دغو موټرنو بيې نورې هم لوړې شي او په ټوله کې به يې شتمن خلک کاروي. د چين هغه برېښنايي موټرونه چې د تولید لګښت يې کم دی او منځني او ټيټ عايدات لرونکي امریکايان يې هم د اخيستلو توان لري، د لوړې تعرفې له امله امريکايي بازار ته نه دي وړاندې شوي. د بېلګې په توګه، د چين د بي وايي ډي (BYD) شرکت د سیګول (Seagull) موټر بیه له لس زرو امريکايي ډالرو کمه ده، خو تراوسه په امریکا کې بازار ته نه دی وړاندی شوی، ځکه مخکې ګمرکي تعرفې پرې ٪ ۲۵ ته لوړې شوې وې، خو اوس امريکا نورې تعرفې هم پرې لګولي او د تعرفې کچه يې  ٪ ۱۰۰ ته لوړه کړې ده. له شکه پرته د امریکا دا نوي اقدامات به د دغه هېواد بازار ته د یاد چيني برانډ ننوتل لاستونزمن کړي.

په حقيقت کې پر چيني تولیداتو د امریکا نوي ګمرکي تعرفې غير قانوني دي . د سوداګرۍ نړيوال سازمان کارپوهان په دې اند دي، چې د امريکا د ((۳۰۱ مادې )) ګمرکي ماليات د دې سازمان له مقرراتو سره په ټکر کې دي. په حقيقت کې، امریکا ته د چين د نوې انرژۍ د صادراتي موټرونو شمېر زیات نه دی‌، خو بیا هم د واشنګټن نوي ګمرکي ماليات به د چين شرکتونو ته ډېر زيانونه ونه ورسوي.

دا د دې ښکارندويي کوي، چې د بايډن حکومت اقتصادي نظرونه او لارې نه تعقیبوي، بلکې دغه کړنه یې په سیاسي نظرونو کې رانغاړلې او غواړي په ټاکنيزو منډو ترړو کې ترې ګټه پورته کړي.

 د بايډن د نويو ګمرکي تعرفو سره هممهاله ډونالډ ټرمپ هم څرګنده کړې،‌ چې پر چيني تولیداتو به ۲۰۰ سلنه ګمرکي ماليات ولګوي.

د امریکايي شنونکو په اند، له چين سره کاروبار د امريکا په ټاکنو کې ډېر کليدي رول لري.

 د چين او امریکې اړيکې هميشه د واشنګټن د کورني سياست قرباني شوې دي، خو چین هم د امريکې د يادو تعرفو په اړه غبرګون ښودلی او ويلي یې دي، چې بېبجینګ به د واشنګټن يادو کړنو ته چوپه خوله پاتې نه شي او د خپلو ګټو د ساتنې لپاره به اړين تدبيرونه ونيسي.