بیجینګ: چین به د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتنې لپاره اړين تدبيرونه ونيسي
CMG2024/05/21 10:27:17
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د مې په ۲۰مې نېټې خبري رسنیو ته ویلي، چې د ځینو هیوادونو سیاستوالو د چین د تایوان مسئلې په اړه سیاسي اقدام او شخصي فعالیتونه ترسره کوي او د چين په کورنيو چارو کې څرګندې لاسوهنې او د يو چين پېژندنې اصل څخه سرغړونې کوي.

وانګ ون بین د دغو سياستوالو له يادو کړنو سره مخالفت څرګند کړی او په وينا يې، بېجينګ به د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتنې لپاره هر ډول اړين تدبیرونه ونیسي.

د ګڼ شمېر هیوادونو او نړیوالو سازمانونو مشرانو او د بېلا بېلو سیمو دوستانو په بېلا بېلو فعاليتونو کې په ډاګه ويلي، چې د يو چين پېزندنې پر اصل ټينګار لري، د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ساتنه کې له چين ملاتړ کوي، د تايوان له بېلتون غوښتونکو سره او هم د چین په کورنیو چارو کې له هر ډول لاسوهنې سره مخالفت کوي.

وانګ ون بين د يو چين پېژندنې اصل د نړيوالې ټولنې لویه اجماع او د نړيوالو اړيکو بنسټيز معيار او هم له نورو هېوادونو سره د چین د اړيکو د پرمختګ سياسي بنسټ او مخکښ شرط یاد کړی دی.

 د نړۍ زیاتره هېوادونه او نړيوال او سيمه ييز سازمانونه د چين له حکومت او خلکو سره ټينګ ولاړ دي او د چين تایوان له بېلتون غوښتونکو سره يې مخالفت ښودلی او د یوه چین له چارو او هڅولو څخه يې ملاتړ کړی دی.