د نړيوالې جنايي محکمې څارنوال د اسرائيل او حماس د مشرانو د نيولو غوښتنه کړې
CMG2024/05/21 11:43:10
شريکول:

د نړيوالې جنايي محکمې څارنوال کريم خان د مې په شلمې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې هغه نړيوالې جنايي محکمې ته د صدراعظم بنيامين نتنياهو په ګډون د دوو لوړ پوړو اسرائيلي چارواکو د نيولو غوښتنليک وړاندې کړی دی.

په اعلاميې کې ويل شوي،  کريم خان "مناسب دليلونه" لري، چې نتنياهو او د اسرائيل دفاع وزير يواف ګالانت "جنګي جرمونو او بشر ضد جرمونو" کې لاس لري.

کريم خان ويلي، دواړو اسرائيلي چارواکو " د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له ۸مې نېټې راهيسې د اسرائيل او فلسطين تر منځ جګړې کې لوږه د جنګي تکتیک په توګه کارولې او په قصدي ډول يې پر ملکي وګړو بريدونه کړي او وژلي يې دي.

کریم خان ويلي، چې په غزې کې ورته جرمونه اوس هم دوام لري.

نوموړي همدارنګه نړيوالې جنايي محکمې ته د حماس د درېیو مشرانو د نیولو غوښتنليک وړاندی کړی دی.

(ژباړه: شکريه)