ایران د جون په ۲۸مې نېټې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کوي
CMG2024/05/21 10:56:10
شريکول:

د ايران د اسلامي جمهوريت خبري اژانس د مې په شلمې نېټې خبر ورکړی، چې د حکومت، پارلماني او عدلي چارو مشرانو يې تر غونډې وروسته پرېکړه کړې، چې د هېواد د ولسمشرۍ د ۱۴مې دورې ټاکنې به د جون په ۲۸مې نېټې ترسره کړي.

د خبر له مخې، د ايران د ولسمشر لومړی مرستیال محمد مخبر، چې اوسمهال د سرپرست په توګه د ولسمشرۍ دنده پرغاړه لري، په همدې ورځ په تهران کې د پارلمان او عدلي چارو له مشرانو، د قانوني چارو په اړه د ولسمشر له مرستیال او د اساسي قانون د څار کمېټې او د کورنيو چارو وزارت له استازو سره غونډه ترسره کړې او پرېکړه يې کړې، چې د ولسمشرۍ ټاکنې به د جون په ۲۸مې نېټې ترسره شي.

د ټاکنو د مهالويش له مخې، د مې له دېرشمې نېټې څخه د جون تر درېیمې نېټې پورې به د نوماندانو د نوم ليکنې بهیر دوام ولري او د ټاکنو لپاره به يې کمپاينونه د جون له دوولسمې نېټې څخه تر ۲۷مې نېټې پورې ترسره شي.