د چين نينګ ده ښار په سمندر کې د زرغون رنګ او ټيټ کاربن پر بنسټ باکيفيته پرمختګ پياوړی کوي
CMG2024/05/21 10:41:20
شريکول:

د چين د فو جيانګ ولايت نينګ ده ښار په دغه هېواد کې د سمندري کبانو د روزنې، توليد، خرڅلاو او صادراتو مهمه اډه ده او اړوند صنعتي ځنځير يې بشپړ شوی دی. 

عصري ساينس او تخنيک په دغې سیمې کې د کبانو د عصري روزنيزو چارو د پرمختګ لپاره ښه زمينه برابره کړې ده. 

د دغه ښار د سان دو او په سمندري سيمې کې د کبانو د روزنې نوې او عصري لويې پلاستيکې کښتۍ د باد او وړانګو له لارې د برېښنا د توليد، زېرمې او کارولو سيسټم په کار اچول شوي، چې په رڼا کې يې د کب روزونکو د کار او ژوند شرايط ښه شوي او د کاربن ايستنه کمه او چاپېريال يې ساتل شوی دی.

د مالوماتو له مخې، په ۲۰۲۳م کال کې د دغه ښار په جياو چنګ سيمې کې د اوبيزو توليداتو عمومي اندازه ۲۳۲ زره او ۶ سوو ټنو ته رسېدلې، چې دغه شمېر د ۲۰۲۲م کال د ورته شمېر په پرتله په سلو کې څلور اعشاريه دوه زياتوالی ښودلی دی. اوسمهال د دغې سیمې اړوند توليدات د امريکا، جاپان، کوريا جمهوريت او اورپايي ټولنې په شمول څه باندې شلو هېوادونو او سيمو ته صادرېږي.