د بلغاريا ولسمشر: هېواد به يې د يو چين د پېژندنې اصل مراعات کړي
CMG2024/05/21 10:58:06
شريکول:

د بلغاريا ولسمشر لاديف د مې په شلمې نېټې ويلي، چې هېواد يې له چین سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او د يو چين د پېژندنې اصل به مراعات کړي.

لاديف په همدې ورځ  د دې هېواد په پلازمينې سوفيا کې د چین د نوي سفيرې دای چينګ لي باورليک منلی او ويلي يې دي، چې له چين سره به د خپلمنځي ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۷۵مې کاليزې څخه په استفادې دوه اړخیز تګ راتګ زيات کړي، خپلمنځي همکارۍ به ورسره پياوړې کړي او د ستراتيژيکو اړيکو د نوي پرمختګ لپاره به ورسره ګډې هڅې وکړي.