د قزاقستان ولسمشر توکايف له وانګ يي سره وکتل
CMG2024/05/21 14:20:49
شريکول:

د قزاقستان ولسمشر جومارت توکايف د مې په ۲۰مې نېټې په استانه کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو له غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي سره کتلي او په خپلمنځي اړيکو سره غږيدلي دي.

توکایف ویلي، چین د نړۍ د سولې او ثبات لپاره ډېر مهم خدمتونه کوي او نړیواله ټولنه يې هم نظر ته ډېره پاملرنه کوي.

نوموړي ويلي، قزاقستان د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري او غواړي په لوړې کچې ورسره د نظر تبادلې پياوړې کړي، د کمربند او لارې له ابادۍ سره د ټرانس کاسپين سمندر نړيواله ټرانسپورټي لارې (ټي ایي ټي ار) اتصال تقويه کړي، اقتصادي، سوداګريزې او کلتوري همکارۍ ورسره لا پراخې کړي او په نړيوالو مسايلو کې ورسره لا زياتې نژدې او اغېزمنې همکارۍ وساتي.

وانګ يي ويلي، چين به د قزاقستان د خپلواکۍ، ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتنې په برخه کې ټينګ ملاتړ ته دوام ورکړي او د دغه هېواد په کورنيو چارو کې د هر ډول بهرنيو ځواکونو له لاسوهنې سره به مخالفت وکړي.

نوموړي ويلي، د چين پرمختګ د نړۍ سوله ييز ځواک او ثبات ته ګټې رسوي او د پرمختيايي هېوادونو او د نويو اقتصادي بازارونو د پياوړتيا استازیتوب کوي او د قزاقستان په شمول د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو لپاره د پرمختګ نوي فرصتونه برابروي.