چين د ايران د ولسمشر او بهرنيو چارو وزير پر مړينې ژوره خواشيني څرګنده کړې
CMG2024/05/21 10:37:15
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مې په شلمې نېټې په استانا کې د قزاقستان له مرستیال صدراعظم او بهرنيو چارو وزير تلیوبيردي مختار سره د کتنې په ترڅ کې د ايران د ولسمشر ابراهيم رئيسي او بهرنيو چارو وزير امير حسين عبداللهيان پر مړينې ژوره خواشيني څرګنده کړې ده.

نوموړي ويلي، ولسمشر ابراهيم رئيسي او بهرنيو چارو وزير امير حسين عبداللهيان د چين او ایران ترمنځ د اړيکو د پرمختګ او د سيمه يیزې دوستۍ او همکارۍ د لا ټينګېدو لپاره مهم خدمتونه کړي دي.

وانګ يي ويلي، هېواد به یې له ايران څخه هر ډول اړين ملاتړ وکړي او د ایران حکومت او خلکو سره یې د دې غميزو شېبو په پار خواخوږي ښودلې ده.