د چين د دولتي شورا د تايوان چارو دفتر د دې سيمې د مشر د وينا په اړه څرګندونې کړي
CMG2024/05/21 15:09:57
شريکول:

د تايوان سيمې مشر د مې په شلمې نېټې د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د اړيکو په هکله ناسمه وينا کړې ده.

د چين د دولتي شورا د تايوان چارو د دفتر وياند چن بين هوا په همدې ورځ د دې سیمې د مشر د وينا په غبرګون کې ويلي، چې اوسمهال د تايوان تنګي حالات پېچلي دي او اصلي لامل يې دا ښودلی، چې د دې سيمې ډيموکراتيک پرمختګ ګوند غواړي تايوان له چين څخه جلا کړي او پر همدې دريځ ټينګار لري.

نوموړي ويلي، د تایوان ډيموکراتيک پرمختګ ګوند د يو چين پېژندنې د اصل پر بنسټ د ۱۹۹۲ م کال د دواړو خواوو ګډې نظريې نه مني او له چين څخه د تايوان د جلا کولو لپاره له بهرنيو ځواکونو څخه د همکاريو په لټه دی.

نوموړي رسنيو ته ويلي، د چين ستره برخه او تايوان په يوه چين کې شامل دي او تايوان د چين يوه نه جلاکېدونکې برخه ده او په خبره یې، مونږ د تايوان بېلتون غوښتونکي نه زغموو او اړوندو کړنو ته به یې اجازه ور نه کړو.