اسرائيلي ځواکونو د مې په ۲۰مې نېټې په غزې تړانګې کې پوځي عمليات ترسره کړي دي.
اسرائيل وايي، ځواکونو يې په غزې تړانګې کې د روانې مياشتې له ۱۲مې نېټې راهيسې ۲۰۰ وسله وال وژلي او په سیمې کې د توغندي توغولو ځايونه او تر ځمکې لاندې د تونل په شمول د وسله والو بنسټيز تاسيسات يې ويجاړ کړي دي.
د غزې روغتيا ادارې د روانې مياشتې په ۲۰مې نېټې ويلي، چې د فلسطين او اسرائيل د روانې شخړې له رامنځته کېدو راهيسې په دې تړانګې کې ۳۵ زره او ۵۶۲ کسان وژل شوي او ۷۹ زره او ۶۵۲ تنه نور ټپيان شوي دي.
اسرائيلي ځواکونو ويلي، چې شاوخوا ۹۵۰ زره فلسطينيان له رفح ښارګوټي څخه وتلي او اوسمهال په دغه ښارګوټي کې له ۳۰۰ زرو تر ۴۰۰ زرو پورې ملکي وګړي اوسيږي. د امريکا د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت شورا د ستراتيژيکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي د مې په ۲۰مې نېټې ويلي، چې تېره اوونۍ د اسرائيل او حماس ترمنځ د بندیانو د خوشې کېدو او د اوربند په اړه خبرو کې هيڅ پرمختګ نه دی شوی.