د ايران د وسله والو ځواکونو لوی درستيز محمد حسين باقري يوه لوړپوړي پلاوي ته دنده سپارلې، چې د ولسمشر ابراهيم رئيسي او نورو چارواکو د الوتکې د غورځېدو پېښې په اړه پلټنې وکړي.
د مالوماتو له مخې، ياد پلاوی د الوتکې غورځېدو ځای ته رسېدلی او د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
ايران ويلي، د يادې پېښې په اړه به پلټنې وکړي او وروسته به یې پايله خپره کړي.