بېجينګ د امریکايي سياستوالو هغه کړنه غندي، چې د ملګرو ملتونو د يو چين پېژندنې اصل پلوه پرېکړه ليک تحريفوي
CMG2024/05/21 15:09:06
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند وانګ ون بين د مې په شلمې نېټې په نوبتي خبري ناستې کې رسنيو ته ويلي، چې ځينو امريکايي سیاستوالو نه يوازې د چين د ملي حاکميت او د خاورو د بشپړتيا د ساتلو لپاره، بلکې د نړيوال عدالت، اخلاق او نړيوال نظام پر وړاندې هم چيلنجونه راپورته کړي او د دوی کړنه یې ډېره خطرناکه بللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې ځينو امريکایي سياستوالو له يوې مودې راهيسې د تايوان په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې ۲۷۵۸م پرېکړه لیک تحريف کړی او پر دې ټينګار لري، چې د دغه پرېکړه ليک له مخې د تايوان د مقام ستونزه نه ده حل شوې او څرګنده کړې يې ده، چې د ملګرو ملتونو په سیستمونو کې د تايوان د ارزښتمن ګډون مخه باید ونه نيول شي.

وانګ ون بین ويلي، چې په ياد پرېکړه ليک کې د يو چين پېژندنې اصل ټاکل شوی دی او امريکايي لوري ته يې خبرداری ورکړی، که د يو چين پېژندنې اصل مراعات نه کړي، نو دغه کړنه به يې هرومرو په تاریخ کې د ناکامې نښې په توګه پاتې شي.