ولې به د بايډن له لوري د چين پر وړاندې د تعرفو لوړول معکوسه پايله ولري
CMG2024/05/21 15:10:01
شريکول:

د چين د ختيځ انهوی ولايت د هيفې د نوې انرژۍ په فابريکه کې د موټرو د توليد کرښه


د ايډيټر يادښت

د CGTN  لومړی غږ د تازه کیسو په اړه فوري تبصره وړاندې کوي. کالم د نويو پېښېدونکو مسايلو وضاحت او د خبري اجنډاوو غوره تعريف دی چې د تازه نړيوالو وقايعو په تړاو د چين ليدلوری بيانوي

 

د متحدو ايالتونو ولسمشر جوبايډن د سه شنبې په ورځ په امريکا کې د دندو د خوندي کولو د اقداماتو د يوې برخې په توګه له برېښنايي ګاډو نيولې تر لمريزو سيلونو پورې له چين څخه په واردوونکو توکو د ګمرکي تعرفو د پراخ زياتوالي اعلان وکړ. د تعرفو د لوړولو د يوه چټک اقدام په پايله کې به روان کال د چين په برېښنايي موټرو ماليه سل سلنې ته لوړه شي.

د متحدو ايالتونو د ماليې وزيرې جنت يېلېن د بايډن د پريکړې په دفاع کې ويلي «موږ نه غواړو اجازه ورکړو چې زموږ نوی غوړيدونکی صنعت، چې موږ د ملاتړ لپاره په نښه کړی، د چين د اقداماتو په پايله کې له منځه ولاړ شي». نوموړې دغه راز زياته کړې چې ماليات به د متحدو ايالتونو د سکټورونو پراختيا او د هغوی د اکمالاتو ځنځير خوندي کړي.

 په هر صورت؛ د چين پر وړاندې به د تعرفو جګړه د هغه څه پر خلاف چې واشنګټن یې هيله لري، له عامو امريکايي وګړو تر ټولو ډيره قرباني واخلي.

د پيل په توګه؛ ګمرکي تعرفې د مصرف کوونکو له مالياتو ورکول کيږي. له شک پرته چې په متحدو ايالتونو کې به د چين د برېښنايي ګاډو پلور کم شي او دا چاره به په لنډمهال کې پر عامو امريکايي وګړو د تعرفو د لوړيدو اغيز را کم کړي؛ خو په نړيوال اکمالاتي ځنځير کې ژور ادغام په دې مانا دی چې د متحدو ايالتونو بازارونه به په لازمي توګه د تعرفو له لوړيدلو زيانمن شي.

متحده ايالتونه وار له مخې د خپلو برېښنايي موټرو د توليد لپاره په پراخه پيمانه د اړتيا وړ توکي له چين څخه واردوي. د متحدو ايالتونو د ترانسپورټ وزارت په وينا د ټېسلا او فورډ مستنګ په ګډون د امريکايي برېښنايي ګاډو توليدوونکي شرکتونه له ۳۰ نيولې تر ۵۱ سلنې پورې چينايي توکي کاروي. رويټرز د BYD امريکينز شرکت د اجرايوي مشرې سټيلا لي له قوله ليکلي چې «له بېټريو او له کاني توکو تر ټول ټکنالوژيکي ادغام پورې د چين د اکمالاتو ځنځير تر نورو اکمالاتي ځنځيرونو مخکښ دی. دا بهترين دی.»

د چين د لوړ کيفيت او کم لګښت توکو پر مخ د دروازو تړل به په لازمي توګه په متحدو ايالتونو کې  د برېښنايي موټرو د توليد لګښتونه او د بېټريو او نورو سخت کالو بیې لوړې کړي. د دې سناريو پر بنسټ، د چين پر وارداتي توکو د بايډن له لوري د تعرفو لوړول په حقيقت کې د هغه پر خپلو کورنيو توليدي شرکتونو ګوزار دی چې پر چينايي توکو تکيه دي او وروستۍ بيه یې امريکايي مصرف کوونکي پرې کوي.


د BYD شرکت محصول سيګول موټر چې د ۲۰۲۳ کال د اپريل په ۱۸مه د چين په ختيځ شانګهای کې د شانګهای د موټرو صنعت په شلم نړيوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوی و


د بايډن اداره غواړي چې امريکايي صنعت خوندي کړي، خو په خواشينۍ سره د دې حقيقت په درک کولو کې پاتې راغلی چې پر سيالانو د محدوديتونو لګول په نړيوال مارکيټ کې د امريکايي بريښنايي ګاډو له لاسبري کېدو سره مرسته نه شي کولی. رويټرز د بيولوژيکي تنوع په مرکز کې د ډانيل بېکر له قوله ليکلي چې «که جنرال موټرز، فورډ او سټېلانټيس د برېښنايي موټرو له نورو بهرنيو توليدوونکو سره سيالي ونه کړي نو دوی به برېښنايي موټر توليد نه کړي... او امريکا به د ۱۹۷۰يمو کلونو په څېر په مارکيټ کې خپله ونډه له لاسه ورکړي.»

فايننشيل ټايمز د چين – متحدو ايالتونو د سوداګريزې شورا د رييس له قوله ليکلي «موږ له پايلو ناخوښه يو ځکه چې د پخوانيو تعرفو د نه کمېدو او نويو تعرفو د لګول کيدو له کبله به امريکايي کمپنيو ته په متحدو ايالتونو کې د ننه او بهر د سيالۍ کول ستونزمن شي.»

پر دې سربېره؛ د بايډن له لوري په پراخه کچه د تعرفو لوړول چين هم متقابلو اقداماتو ته هڅوي. د چين د بهرنيو چارو وزير د سه شنبې په ورځ وويل چې د خپل هېواد د حقونو او مشروع ګټو د خونديتوب لپاره به «ټول لازم اقدامات» وشي. په داسې حال کې چې د تعرفو جګړه به هېڅ ګټونکی ونه لري خو واشنګټن به د بيجينګ په پرتله پکې ډير زيانمن شي.

د رسمي ارقامو پر بنسټ، متحدو ايالتونو په ۲۰۲۱ کال کې چين ته له ۱۵۵ زرو ډير مساپر وړونکي او کوچني بار وړونکي موټر صادر کړي وو. دا شمېر متحدو ايالتونو ته په هماغه کال د چين له لوري د صادرو شويو موټرو له دوه برابره هم ډير و. د ستراتيژيکو او نړيوالو مطالعاتو په نوم په واشنګټن کې د مېشت يوه فکري بنسټ احصائيه په ډاګه کوي چې په متحدو ايالتونو کې د برېښنايي موټرو يوازې دوه سلنه برخه له چين څخه وارديږي. د دې مانا دا ده چې د بايډن له لوري د تعرفو لوړول به د چين پر صنعت د پام وړ اغېز ونه لري، خو د چين متقابل اقدامات به پر هغو امريکايي کمپنيو ويجاړوونکی ګوزار وي چې غواړي خپل توکي د چين مارکيټ ته واستوي.

که د بايډن اداره په رښتيا هم د امريکايي دندو خوندي کول غواړي نو لاره یې د اوسنيو اقداماتو برعکس ده؛ په کور د ننه د توليدي ظرفيت د جوړولو لپاره له چين سره همکاري. د متحدو ايالتونو مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چين پر خلاف د تعرفو د جګړې په پيل کولو سره يوه لويه تېروتنه وکړه، بايډن بايد د يوې تېروتنې له پاسه بله تېروتنه ونه کړي.