که امریکا له تايوان سره هر څنګه اړيکې پالي، د يو چين پېژندنې اصل نه شي ماتولی
CMG2024/05/22 15:01:17
شريکول:

د چين د تايوان سيمې ټاکنې څو ورځې مخکې ترسره شوې او لاي ده چينګ پکې د دې سيمې د مشر په توګه ټاکل شوی دی. نوموړي د لوړې په مراسمو کې ويلي، چې د چين لويه برخه او تايوان دوه خپلواک هېوادونه دي او د چين د لويې برخې خيالي پوځي ګواښ ته يې هم اشاره کړې ده. د امریکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن نوموړي ته د مبارکۍ پيغام لېږلی او ځينو امریکايي چارواکو بيا د نوموړي د لوړې په مراسمو کې ګډون کړی دی.

 نړيواله ټولنه د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري، که څه هم امريکا او تايوان له يو چين پېژندنې سره په بېلا بېلو لارو مخالفت کوي، خو دوی د دې توان نه لري، چې حقیقت ته بدلون ورکړي.

تايوان د چين يوه برخه ده او سیمه ييزې ټاکنې يې کورنۍ چاره ده.

 لاي ده چينګ په خپله وينا کې د دوو هېوادونو خبره کړې او غواړي د تايوان مسئلې ته نړيوالې جامې واغوندي او بهرنيو ځواکونو ته د لاسوهنې زمېنه برابره کړي.

 د امريکا يو لړ ناسمې کړنې د يو چين پېژندنې له اصل او د چين او امريکا له درېيو ګډو اعلاميو سره په ټکر کې دي او د واشنګټن له هغې سياسي ژمنې سره هم سمون نه لري، چې له تايوان سره به يوازې کلتوري، سوداګريزې او نور غير رسمي اړيکې پالي.

شنونکي په دې اند دي، لاي ده چینګ يادې څرګندونې ځکه کړي، چې امريکايي لوري د پردې تر شا منلی دی. که څه هم امريکايي سیاستوالو په اوږدمهال کې پر لاي ده چينګ باور نه دی کړی، خو بیا هم غواړي د نوموړي له لارې د تايوان د خپلواکۍ خبره خپره کړي.

روان کال په امریکا کې ولسمشريزې ټاکنې ترسره کيږي او امريکايي سياستوال غواړي له تايوان مسئلې څخه کار واخلي او د خلکو رايې خپلې کړي.

چين د تايوان مسئله د بېجينګ د مرکزي ګټو کليدي برخه او د چين او امريکا د سياسي اړيکو بنسټ يادوي او امریکا هم پر دې ښه پوهېږي.

د چين او امريکې مشرانو د تېر کال په نومبر کې په سانفرانسيسکو کې لېدنه وکړه او همغه مهال بايډ‌ن د رسنيو پر وړاندې وويل، چې هېواد يې د تايوان له خپلواکۍ ملاتړ نه کړي.

دواړو سیالانو د روان کال په اپريل کې ټېليفوني خبرې وکړې او د امريکا مشر د يو چين پېژندنې پر پاليسي بيا ټينګار وکړ، خو له دې وروسته يې ګفتار له کردار سره مطابقت نه لري.

امريکې په دې وروستۍ موده کې تايوان ته د پوځي مرستې د برابرولو مسوده تصويب کړې او د روغتيا نړيوال سازمان په ۷۷مې غونډې کې يې د تايوان د ګډون لپاره بيا هڅې پېل کړې دي.

امريکا د خېر ښيګنې کارونه نه کوي، بلکې موخه يې دا ده، چې د تايوان له لارې د چين د پرمختګ مخه ونيسي.

واشينګټن له يوې خوا له تايوان سره پوځي مرستې کوي او د تايوان ډيموکراتيک پرمختګ ګوند ترې پيسې ترلاسه کوي او له بلې خوا يې د تايوان د ټي اېس اېم سي (TSMC) شرکت مجبور کړی، چې په امريکا کې پانګونې وکړي او په همدې لارې غواړي د تايوان مرکزي صنعت خپل کړي.

د امريکا ځينو سیاستوالو دا هم ويلي، که د تايوان تنګي وضعيت بدل شي، نو لومړی به پر ټي اېس اېم سي شرکت بمباري وکړي.

د امريکايي وسله والو کړنې د دې ښکارندويي کوي، چې واشنګټن يوازې له تايوان څخه ناوړه ګټه پورته کوي.

که د تايوان تنګي کړکېچ رامنځته شي، نو امريکا به ورته يوازې چوپه خوله کيني او تايوان به یې له لاسه وځي.

چين ټينګ هوډ او توان لري،‌ چې د تایوان تنګي سوله او ثبات وساتي او خپل ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا وساتي.

چين پر امريکا بيا بیا غږ کړی، چې له تايوان سره هر ډول رسمي تګ راتګ پای ته ورسوي، پوځي مرستې ورسره ونه کړي او د يو چين پېژندنې اصل او خپله سياسي ژمنه مراعات کړي.

که د تايوان د ډيموکراتيک پرمختګ ګوند او د تايوان خپلواکۍ غوښتونکې ډلې پر خپلواکۍ ټينګار ولري او  غواړي د ملت ګټې وپلوري، نو چین به سخته سزا ورکړي.

د چين يووالی يوه نه بدلېدونکې تاريخي څپه ده.