وانګ يي د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ
CMG2024/05/22 10:36:23
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيرو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د قزاقستان په پلازمېنې استانې کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې ګډون او وينا کړې ده.

نوموړي يادې غونډې ته ويلي، چې مونږ په تېرو ۲۳ کلونو کې په ګډو کوښښونو په سيمه کې د امنيت، همکارۍ او دوستۍ په اړه د شانګهای همکارۍ سازمان مهم ځواک جوړ کړی دی.

اوس نړيوال حالات د چټک بدلون په حال کې دي. مونږ بايد د شانګهای پر روحیې ټينګار ولرو، د شانګهای همکارۍ سازمان پرمختګ او سمسورتيا بايد پياوړي کړو، د ګډو ګټو د ساتلو لپاره باید هڅې او بېلا بېلې ننګونې په ګډه حل کړو او باید پر عادلانه دريځ ټينګار ولرو.

نوموړي يادې غونډې ته څلور وړانديزونه کړي دي:

۱ـ د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هېوادونه دې پر ستراتيژيکې خپلواکۍ ټينګار ولري او يووالی او همکارۍ دې وساتي.

۲ـ مونږ دې يو له بل سره امنيتي ستونزې حل او ګواښونه له منځه يوسو او د خپلمنځي همکاريو کچه دې زياته کړو.

۳ـ د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هېوادونه دې د ګډو ګټو د پرمختګ لپاره مټې راونغاړي او خپلمنځي همکارۍ او پرمختګ دې پياوړی کړي.

۴ـ مونږ دې پر ورخلاصون او ټولشموليت ټينګار ولرو او يو له بل سره دې ډيالوګ او تبادلې ژورې کړو.