د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۲۲مې نېټې د چين او امريکا د ګرځندوی چارو ۱۴م لوړ پوړي ډيالوګ د پرانيستلو په مناسبت دغه ډيالوګ ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.
روان کال د چين او امريکا د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۴۵مې کليزې سره برابر دی.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې سيلاني د دواړو هېوادونو د خلکو د تګ رتګ او متقابل تفاهم لپاره مهم پل بللی او چين ته د امريکايي سيلانيانو د سفر، د چيني ملګرو د پېژندلو، د چيني کلتورونو د تجربه کولو، د ښکليو منظرو د سيل او له نژدې د رښتيني چيني ټولنې د احساسولو هرکلی يې کړی دی.
(سپوږمۍ)