د هسپانيې بهرنيو چارو وزير الواريس د مې په ۲۱مېنېټې رسنيو ته ويلي، چې د ارجنټاين ولسمشر جاوير ګرارډو ميلي له هسپانيې څخه د سفر په ترڅ کې د هسپانيې صدارعظم پېدرو سانچيز او د ده مېرمنې ته نامناسب څرګندونې وکړې او هېواد يې پرېکړه کړې، چې له ارجنټاين څخه خپله سفيره ماريا جېسوس الونسو ور وغواړي.
الواريس په همدې ورځ ويلي، په ارجنټاين کې د هسپانيې سفيره د روانې مياشتې په ۱۹مې نېټې د مشورې او خبرو لپاره هېواد ته ستانه شوې او په مادريډ کې به پاتې شي.
له ارجنټاين څخه د هسپانيې سفیرې د وتلو لامل دا ښودل شوی، چې ولسمشر جاوير ګرارډو ميلي په مادريډ کې په يوې غونډې کې د صدراعظم پېدرو سانچيز مېرمنه فاسده بللې او وروسته یې له ډاګيزې بښنې ډډه کړې ده.