سروې: څه باندې ۹۰ سلنه پوښتنو ته ځواب ویونکي د تایوان سیمې د مشر د خطرناکو خبرو غندنه کړې
CMG2024/05/22 21:59:14
شريکول:

د تایوان سیمې مشر څو ورځې مخکې له چین څخه د بېلتون خطرناکې خبرې وکړې او د نړیوالې ټولنې ډېر پام يې خپل کړ.  د چین ميډيا ګروپ سي جي ټي ان د ګردې نړۍ پر انټرنیټ استعمالونکو یوه سروې کړې او نتیجه یې ښيي چې نږدې ۹۰ سلنه پوښتنو ته ځواب ويونکي د یو چین پېژندنې پر اصل ټينګار کوي او له چین څخه د تایوان سیمې له جلا کېدو سره کلک مخالفت کوي.

تایوان د چین نه بېلېدونکې برخه ګڼي، د تایوان چارې د چین کورنۍ چارې دي او پکې  بهرنۍ لاسوهنې بیخي د منلو وړ نه دي. په سروې کې ۹۰،۲۱ سلنه پوښتنو ته ځواب ويونکي د تایوان سیمې د مشر خطرناکې خبرې وغندلې او دا یې څرګنده کړې چې د تایوان راتلونکی باید د دې سیمې د اوسېدونکو په شمول د ۱،۴ میلیارډو چینایانو لخوا په ګډه وټاکل شي.