شي جين پينګ د ويتنام د دولت نوي رييس ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2024/05/22 19:21:25
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۲۲مه نېټه د ويتنام د دولت نوي رئيس تولام ته د مبارکۍ پيغام ولېږه

هغه په دغه پيغام کې ويلي، چې چين او ويتنام ښه دوست ګاونډي سوسياليستي هېوادونه دي.

شي جين پينګ دغه راز ويلي چې ده تېر کال له ويتنام څخه د لیدنې پرمهال د دغه هېواد د کمونېست ګوند له عمومي منشي نګويان پو ترونګ سره په ګډه اعلان کړی، چې د چين او ويتنام د ګډ برخليک ټولنه به جوړه کړي او د خپلمنځي اړيکو نوې پاڼه يې پرانيستې ده.

نوموړي زياته کړې: زه د چين او ويتنام تر منځ اړيکو ته په درنه سترګه ګورم، غواړم له رئيس تولام سره يو ځای ستراتيژيکې تبادلې وساتو او د چين او ويتنام د ګډ برخليک ټولنې ابادېدل پياوړي کړو او د دواړو هېوادونو خلکو ته لا زياتې ګټې ورسوي.