روسيې د غير ستراتيژيکو اټومي ځواکونو د لومړي پړاو تمرين پيل کړی
CMG2024/05/22 10:10:23
شريکول:

د روسيې دفاع وزارت د مې په ۲۱مې نېټې خبر ورکړی، چې په همدې ورځ يې د غير ستراتيژيکو اټومي ځواکونو د لومړي پړاو تمرين پيل کړی او چمتوالی يې ښودلی، چې په دغه تمرين کې له غير ستراتيژيکو وسلو څخه استفاده وکړي.

ياد وزارت دغه تمرين د لوېديځو هېوادونو د چارواکو د لمسونکو خبرو او ګواښونو ته يو ځواب بللی او موخه يې د غير ستراتيژيکو اټومي ځواکونو د جنګي دندې د حالاتو څارنه او د هېواد ملي حاکميت او د خاورې د بشپړتيا تضمين ياد کړی دی.