وانګ يي د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ۴ وړاندیزونه وکړل
CMG2024/05/22 22:01:02
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د مې په ۲۲مه نېټه یوې خبري ناستې ته وویل، د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي تېره ورځ د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا په غونډه کې ګډون کړی او په خپلو خبرو کې یې د یاد سازمان د پرمختګ په اړه ۴ وړاندیزونه وکړل چې لومړی، د دغه سازمان غړي هېوادونه باید ستراتيژيک حاکمیت وساتي او خپلمنځي همکارۍ نورې پياوړې کړي.

دوهم، د دغه سازمان غړي هېوادونه باید د ګردې نړۍ د امنیتي تړون تر لارښوونې لاندې د نړیوالې سولې د ساتلو لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه وکړي.

درېیم، غړی هېوادونه دې د ګډو ګټو پر بنسټ پر اغېزناکې همکارۍ ټينګار وکړي.

څلورم، غړي هېوادونه دې پر پرانیستي توب او ټولشموليت ټينګار وکړي او د خلکو ترمنځ د تفاهم پياوړتیا لپاره دې هڅې وکړي.