د مين دو هاو په نوم د چين ـ اروپا باروړونکي اورګاډي د ( کمربند او لار) په چوکاټ کې په نوښت او ابتکار لوړ اصلاحات پياوړي کوي
CMG2024/05/22 14:48:28
شريکول:

د چین ـ اورپا باروړونکي اورګاډي، چې د (کمربند او لار) د ګډې ابادۍ نمونه بلل کېږي، د مالونو د لېږد رالېږد لپاره نوی چوکاټ پرانيستلی دی. دغه اورګاډی د ( کمربند او لار) په اوږدو کې د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو ترمنځ د همکاريو لپاره ښه زمينه برابره کړې او د تولېد او برابرۍ د نړيوالو ځنځيرونو د امنيت لپاره مهم رول لوبوي. 

فو جيان ولايت، چې ډېر سمندري بندرونه لري او سمندري ټرانسپورټي چارې يې سمسورې دي، په ۲۱مې پيړۍ کې د ورېښمو سمندري لارې مرکز ګرځېدلی دی. د مين دو هاو په نوم د چين ـ اروپا باروړونکو اورګاډيو د ۲۰۲۲م کال په جولای کې د فو جيان ولايت د فو جو ښار د جيانګ اين بندر له سټېشن څخه د روسيې د مسکو بېلېراست سټېشن ته تګ راتګ پيل کړی او يو طرفه مزل په ۱۶ ورځو کې وهي، چې دغه وخت د بيړيو په وسيله د بار وړلو د وخت په پرتله کابو ۲۰ ورځې کم دی. 

د روان کال له مارچ راهيسې، په دغو اورګاډيو کې د سوړ ځنځير ټرانسپورټ کانټينرونه ځای پر ځای شوي، چې په دې مناسبت د تازه مېوو په شمول د تازه کرنيزو توليداتو د لېږد رالېږد چارې ښې ترسره کېږي. دغه راز، د تازه کرنيزو توليداتو د نړيوال ټرانسپورټ لګښت او وخت هم کم شوي دي.