چين: د وسله والو نښتو ختمول د ملکي وګړو د خونديتوب په مانا ده
CMG2024/05/22 10:55:04
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ د مې په ۲۱مې نېټې د امنيت شورا په يوه ډاګيز بحث کې پر دې ټينګار کړی، چې د وسله والو نښتو له منځه وړل د ولسي وګړو د خونديتوب ساتنه ده.

نوموړي ويلي، که څه هم د وسله والو نښتو په ترڅ کې د ژوند ژغورل يوه عالي موخه ده، خو که برعکس وسله والې نښتې دوام ولري، د ولسي خلکو ژوند به له خطرونو سره مخ وي.

فو څونګ د امنيت شورا لومړنۍ دنده د نړيوالې سولې او امنيت ساتنه یاده کړې ده.

نوموړي زياته کړې، د غزې ۷ مياشتنۍ شخړې ولسي خلکو ته بې ساري ځاني او مالي زيانونه او بشري ناوريونه اړولي دي. امنيت شورا بايد په غزې کې د هراړخيز اوربند هڅونه خپله بيړنۍ دنده وبولي، په همدې پار باید اغېزمن اقدامات ونيسي، له اسرائيل بايد غوښتنه وکړي، چې فلسطينيانو ته ډله ييزې سزاوې ور نه کړي، پر رفح ښارګوټي پوځي بريدونه باید پای ته ورسوي او خلکو ته باید د ژوند هيلې ورکړي.