د فلسطين خبري اژانس د مې په ۲۱مې نېټې خبر ورکړی، چې اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د غزې پر شمالي او جنوبي سيمو هوايي بريدونه کړي، چې له امله يې لږ تر لږه ۱۹ وګړي وژل شوي دي.
خبر وايي، اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د غزې په شمال کې د بيت لاهيا په شمول پر ځينو سيمو هوايي بمبارۍ کړي او د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۳ کسان يې وژلي دي او په ورته وخت کې يې د غزې د خان يونس په شمول پر څو سيمو هم هوايي بريدونه کړي، چې له امله يې لږ تر لږه ۶ کسان وژل شوي دي.