د اسرائيل د مخابراتو وزير شلومو کارهي د مې په ۲۱مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د ژوندۍ خپرونې په تړاو د امريکا د اې پي خبري اژانس د تجهيزاتو د نيولو پرېکړه يې لغوه کړې او تجهيزات يې بېرته ياد خبري اژانس ته سپارلي دي.
اعلاميه وايي، اې پي خبري اژانس د اسرائيل د پوځي عملياتو د تعقيبولو په موخه ژوندۍ خپرونه کړې او ويډيويي کليپونه يې د قطر الجزيرې تلويزيون ته ليږلي دي.
په اعلاميې کې د اې پي خبري اژانس دغه کړنه د اسرائيل د رسنيو قانون سره په ټکر کې بلل شوې ده. اسرائيلي ځواکونو د اي پي خبري اژانس کمره بنده کړې او ترې نېولې یې ده.
د امريکا سپينې ماڼۍ په همدې ورځ رسنيو ته ويلي، چې دغه چاره له نږدې څاري او په دې هکله يې له اسرائيلي حکومت سره تماس نيولی او ترې غوښتي يې دي، چې اوسنيو حالاتو ته بدلون ورکړي.