د چين خارجه وزير وانګ يي د مې په ۲۱مې نېټې د شانګهای همکارۍ سازمان د خارجه وزیرانو غونډې ته د تايوان مسئلې په اړه د بېجينګ جدي دريځ څرګند کړی دی.
وانګ يي په خپلې وينا کې تايوان مسئله د چين په مرکزي ګټو کې تر ټولو مهمه او بېلتون غوښتونکي فعاليتونه د تايوان تنګي د سولې تر ټولو لوی خرابوونکی عامل بللی دی.
نوموړي ويلي، د تايوان سيمې نويو مشرانو د ملت او پخوانيو نسلونو د ارادې خلاف کړنې ترسره کړي او په خبره يې، چين به د دوی له يادو کړنو سره سره هرومرو ملي يووالی ترسره کوي او تايوان به خامخا بېرته وطن سره يو ځای کوي او د تايوان بېلتون غوښتونکي به د تاريخ تور داغ جوړيږي.
وانګ يي ويلي، د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هېوادونه د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا په موخه او د نړيوالو اړيکو د بنسټيزو اصولو په رڼا کې د يو چين د پېژندنې پر اصل ټينګار لري. چين د دوی ستاينه کوي او باور لري، چې دغه هېوادونه به له تايوان بېلتون غوښتونکو فعاليتونو سره مخالفت او د چين له ملي يووالي ملاتړ ته دوام ورکړي.